Featured Posts

Saturday, August 14, 2010

د کوچینانو او هزاره ګانو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوته مرګ ژوبله اوښتې ده او په دې اړه لاریون اوس هم دوام لري


وخت خبري آژانس
کابل ښار
دزمري ۲۳ مه ۱۳۸۹

دکوچیانو او هزاره ګانو ترمنڅ تیره ورځ دکابل ښار په دیارلسمه حوزه کې نښته وشوه چې له امله دواړه خواووده مرګ ژوبله واوښته .

په ولسي جرګه کې دکوچیانو استازی ملا تره خیل کوچی محمدی وخت خبري آژانس ته وویل:

«تیره ورځ هزاره ګان په ډله ایزه توګه دکابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د کوچیانو په کورنو باندې بریدونه کړي ، چې کوچیانو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.»

تره خیله زیاته کړه چې ،په پيښه کې دکوچیانو ۱۷۰ کورونه سوزیدلي دي ،د ۷۰۰ په شاوخوا کیږدۍ سوزیدلي او چور شوي دي ، ۱۳ سوه او ۵۰ څاروۍ له منځه تللي دي ، دوه کسان مړه او ۹ یا لس کسه له کوچیانو څخه ټپیان شوي دي.


محمدی زیاته کړه چې ، په دې پيښه کې دکوچیانو څخه لس کسان لادرک شوي دي چې ، دهغو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته .


هغه زیاته کړه چې، کوچیان اوس مهال د دارالامان د پخوانۍ قصرپه مانۍ کي استوګن غوره کړي دي .


تره خیل وخت ته وویل چې ، پر هغه ځمکه چې نښته شوې ،یوه دولتي ځمکه ده ،خو دکوچیانو لخوا پر یاده ځمکه کورونه جوړ شوي وو، چې دهزاره ګانو لخوا ونړول شول.


هغه زیاته کړه چې ، دولت له دوی سره ژمنه کړې چې وروسته له څیړنو به دپیښې عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

خو هاخوا په ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ دخلکو استازې صدیقه مبارز وخت خبري آژانس ته وویل :

«یاده سیمه د دولت لخوا ځای وګړوته د هدیرې د جوړلو په خاطر ورکړل شوې وه ، چې تیره ورځ ځای خلک چې ،هزاره ګان دي د نښاني کرښو په غرض هلته تللي وو ، چې دکوچیانو له چټک غبرګون سره مخ شول.»

مبارز زیاته کړه چې ،چې په یاده نښته کې چې دکابل ښار په دیارلسمه حوزه کې را پیښه شوه ، له هزاره ګانو څخه دري کسان مړه شوي دي .

هغې د اوسني لاریونو په هکله وخت ته وویل چې ، دوی اوس ددې په خاطر لاریون کوي چې ، ولي په ښار کې میشت خلک که، هر څوک وي په وسلو سمبال دي.

همدارنګه مبارز زیاته کړه چې ، په یاده نښته کې امنیتي چارواکي ددې پر ځای چې د نښتې مخه ونیسي په هزارو باندې ډزې وکړي .

مبارز زیاته کړه چې ، دولت له مونږ سره ژمنه وکړه چې ، دغه پیښه به د قومي مشرانو له لارې هواره شي.


مبارز له هغه مرګ ژوبلې څخه بي خبري څرګنده کړه چې ، د لاریونو له کبله په دې ورستیو کې هرازه ګانو ته اوښتې ده خو ، هغې وویل چې یو ګڼ شمیرهزاره ګان د لاریون په ترڅ کې مړه او ټپیان شوي دي.


همدارنګه په ولسي جرګه کې دکوچیانو استازې پروین دراني وخت خبري آژانس ته په دې اړه وویل :

«تیره ورځ سهار دکابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د کوه تروغ په سیمه کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ نښته شوې.»

هغې زیاته کړه چې ،په دې نښته کې د کوچیانو درې ماشوم ژوندې دهزاره ګانو لخوا سوزول شوي دي.

درانۍ زیاته کړه چې، د تاریخ په اوږدو کې ددې دواړو قومونو ترمنځ کومه شخړه نه وه رامنځته شوې خو ، اوس له دواړو غاړو څخه ځینې خلک دې ته ورته کارونو کې ګوتې وهي ، ترڅو دا دواړه قامونه یو بل سره ووژني.

پروین زیاته کړه چې ،هزاره ګانو ته اوښتې مرګ ژوبله د امنیتي ځواکونو لخوا ده خو ، کوچیانو ته اوښتې مرګ ژوبله د هزاره ګانو له لورې ده .

د هغې په وینا : په پیښه کې یوه ښځه او دوه نارینه د کوچیانو له ډلې نه مړه شوي دي.

هغې له ټول افغانانو څخه وغوښته چې ، دپردو په وینا یو بل سره ونه وژني . او له ورور وژنو څخه ډډه وکړي.

هاخوا په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازی ډاکټر رمضان بشر دوست وخت خبري آژانس ته وویل :

«دغه میاشت یوه مبارکه میاشت ده ، نو مونږباید له خپل منځې شخړو څخه ځانونه وساتو.»

بشردوست زیاته کړه چې ،ددې ځمکې په اړه بیلا بیل نظرونه دي ، ځینې وایي چې دا ځمکه د دولت لخوا هزاره ګانو ته دهدیرې په موخه وکړل شوی وو خو، ځینې بیا دا ځای ددولت بولي چې ، کوچیان هلته کورونه جوړ کړي وو.

دبشر دوست په وینا: دغه لانجه د ځینو ځمکو غصبوونکو لخوا پارل شوې ده ، او هغوی خپل مالي ګټې په دې کې لټوي.

بشر دوست له دولته وغوښته چې دپیښې عاملین دې باید د قانون منګولو ته وسپاري .

خو کابل ښاریان پدې اړه بیلابیل نظرونه لري .

عبدالخالق د دشت برچي اوسیدونکی په داسې حال کې چې د لاریون په تمه وو، وخت خبري آژانس ته په دې اړه داسې وویل چې، تیره ورځ د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ په نښته کې د کوچیانو برسیره ، ملي پولیس او ملي اردو هم په هزاره ګانو ډزې وکړي چې، له هغه وروسته خلک په لاریونو لاس پورې کړ.

د هغه په وینا : ددې لاریونو په ترڅ کې ، ۲۵کسان وژل شوي ، او اوس دوکانو دلاریونو د مخنیوۍ لپاره تړل شوي دي.

اجمل د کابل ښار یو بل اوسیدونکی وخت خبري آژانس ته وویل چې ، تیره ورځ دکابل په لویدیځه څنډه کې د لاریونو په ترڅ کې په لاریون کوونکو باندې د پولیس له لورې ډزې وشوې .

هغه زیاته کړه چې ، ننۍ لاریون هم دهماغه پروني لاریون د ډزو په خلاف د ملکي خلکو لخوا په لاره اچول شوی دی.
شریف الله چې د کابل ښار دکوټې سنګې په سیمه کې یو هټی وال وو وخت خبری آژانس ته وویل :

«ځینې اوزګار خلک سره راټول شوي دي ، کله په یو ځای او کله په بل ځای کې لاریونونه کوي ،له همدې کبله دوه ورځې کیړي چې، مونږ هیڅ دوکانداري نده کړې .»

هغه زیاته کړه چې د لاریون کوونکو لخوا چې ناپیژندل شوې کسانو وو ، د کوټې سنګې د ډیرو دوکانونو ښيښې ماتې شوي .

که څه هم ومو غوښته چې د پولیسو نظر ولرو خو مسوولو چارواکي دې ته حاضر نه شول چې مونږ ته ځواب راکړي.


داپه داسې حال کې ده چې ، تیره ورځ د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ به نښته کې چې د ځمکې په سر وو ، دواړو خواوو ته مرګ ژوبله وا وښته ، او هزاره ګان اوس د دولت ځواکونو په خلاف په لاریونو لاس پورې کړي .

خبریال :احمدجمیل پوپل زی


Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "د کوچینانو او هزاره ګانو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوته مرګ ژوبله اوښتې ده او په دې اړه لاریون اوس هم دوام لري"

Post a Comment