Featured Posts

Monday, August 16, 2010

ولي دکوچیانواوهزاره جګړه پای ته نه رسیږي ؟


دڅوکالوراپه دی خوا په میدان وردګوکی دهزاره ګانواوکوچیانوترمنځ شخړی رواني دی . په دی شخړوکی هم مالې اوځانی تانانونه رسیدلي دي . ځوڅله هیُتونه دغه سیمي ته تللې دی . ځوڅله دتحقیق کمیسونونه ټاکل سویدې خوتراوسه داستونځه پخپل حال کی پاته ده . حتی اوس یی ریښی ترکابله راغزیدلې دی . چي د۱۳۸۹هجرې کال داسد دمیاشتی اولسمه نیټه یی یوځل بیا دکابل په زړه دارالامان په شاوخواکی توده جګړه رامنځ ته سوه اودولت ددغه جګړی دقیق مالومات هم نه خپروي حتی خلګ ددی نه هم نه دی خبرچي لومړی حمله چا کړیده ؟ ولې یی کړیده ؟کومی خواته زیات تاوان رسیدلې دی ؟اوولې هزارګانودپولیسو ماموریتوته اورواچاوﺉ ؟ ولې دکوټه سنګی دوکانونه چورکیږې .؟ جګړه په دارالامان کی ده یوه ورځ وروسته په کوټه سنګي کی دوکانونه سوځول کیږې اومالونه چوریږې ؟ اوس راځودی ته چي ولې ددی مشکل نه ورڅ ترهغه بلې دبیزوزخم جوړیږې ؟ زه یو څل ددی مسُلې دهیُت دیوه غړې په صفت دمیدان وردګو دلومړي اودهم بیسودوولسوالیوته دکوچیانواوهزاره ګانوترمنځ دشخړی دحل اوهم دهغوی ترمنځ دمړواوبندیانودتبادلي دپاره تللی وم . هلته داراته معلومه سوه چي داڅنګه اودچا جګړه ده ؟ اوولې یی حل نه راوزې ؟.لومړﺉ . داجګړه دکوچیانواوهزارګانو جګړه نه ده هلته هزاره ګان اوکوچیان دسوونوکالونوراهیسی ډیرښی اړیکی ، شراکتونه ، پلوان شریکي ، حتی یوبل ته څرمه کاریزونه ا وجایدادونه ، مګرﺉ اودوستﺉ لرې ، په حقیقت کی داپردی جګړه ده اودوی برخی لري الف : دایوه سیاسې جګړه ده یوسریی په ایران اوبل سریی په پاکستان کی دی اوبل سره پخپله دافغانستان په دولت کی دداوړوشریک دی درې واړه اوبه خړوی اوماهیان کی نیسی که ځوک هغه صحنی ته ورسې پوهیږې چي ایران په دی جګړه کی څومره ژوره دلچسپیي لرې اوپردی پروژه څومره زیات کارسویدې اودورایه بریښی چی دایوه پلان سوي پروژه ده ځکه پرکوموځمکوچي ددوی جګړه ده په یوه پورې هم اړه نلرې داپه ملت اودولت پور ې اړه لري . ایران غواړې هزاره ګان ورورو دهزاره جات نه کابل ته رانږدی کړې اوکابل دهزارګانولخواترمحاصرې لاندی راولې چی هروخت وکولاې سې چي په کابل کی دولتونه ناارامه اولړزانده کړي اوپخپله په کابل کی دامریکایانواوناټوپه ضد خپل تخریی اوجاسوسی فعالیتونه ګړندې کړی اوایران خپلې شومي ګټی ترلاسه کړي . په بیسودوکی دجګړې په بهانه په زروکورنی کابل ته رالیږدوې اودلته یی په دولتی څمکوکی ځای پرځای کوی اوداسې اوازې لاهم سته چي ایران ډیرې پییې دهزاره ګانوځینومشرانوته ورکوې چي دکابل پرڅلوروخواؤ هزارګانوته په هرڅه لوړقیمت چي وی ځمکی رانیسې اوهزارګان دلته میشت کړی چی دی کارپه کابل کی دیوی بیسوې څکی قیمت اسمان ته خیژولې دی ترڅوکابل ددوی په محاصره کی وی . دځینوعلاُمونه داسې بریښی چي په دی کارکي ولسمشرکرزې هم دیوی پټی معاملې ښکارسوې وی څکه داممکینه نده چي ددولت دمشرتوب درضایت نه پرته دی دکابل نه هزارستان جوړسې . اودلته دوهم خم ایجادسې ؟

دوهم : ددی جګړې په رهبرې کی څوتنه ټیکه داران ناست دی چي ټوله وکرزې ته ډیرنږدې اودباوروړخلګ دی اوکرزې همیشه ددی کسانودلارې مظلوم اوبی سواده قومونه زندی کړیدی اوپخپله کرزې ددی کارنه ډیره ګټه پورته کوی ؟ چي دهزاره ګانوخواته یی کریم خلیلې اومحقق کښینولې اودکوچیانوخواته دنعییم کوچي اودده سره یووړوکی ګروپ چی دواړه پیزندلې سوې معامله ګری جګړه ماره ډلې دی ولاړدي . دواړه خواوی له دی جګړي هم پیسی ترلاسه وکوی اوهم پخپل قوم کی کریډیت پیداکوي . اوهم دافغانستان دبیت الما ل دلوټولودباره بهانه تراشی .

داچي ولې داستونځه نه حل کیږي .؟

ددی پوښتنی جواب ډیرښکاره دی دیوی حقوقی ستوتځی حل دانسانیت په تاریخ کی دیوه دولت لخواپه مالې اوسیاسې رشوت نه دی ترسره سوې خوکرزې صاحب دعوامودتیراییستلودپاره داسې ښي چي به اصل کی دی نه حلوې نه بلکه نوریی پراخووې ځکه دیوه دولت دباره دیوي حقوقی ستونځې حل ډیراسانه دی اوډیرژرکیداې سی چي یاد اسنادوپه مطالعه دشریعت غراې نبوې په اسا س دمحکمی لخواحل وفصل سې . اویا دیوی منځګړې جرګی دلارې حل سې .داچي ولې نه حل کیږې داڅوعلتونه لري .

الف : کرزې پخپله نه غواړي دامشکل حل کړي هغه دخپلوبادارانودفرمول په اساس تفرقه واچوه حکومت کوه ؟ دانه چي داستونځه نه حلوې بلکه غواړې داکشاله نوره هم اوږده کړي اوپه دي کارسره هم ایران خوشحاله کړی اوهم هزاره ګان ب : ددی جګړې ټیکه داران لکه خلیلې ، محقق له دی جګړی څوډوله ګټی پورته کوی اول دهرکال دجګړی دتاوان پنامه په لس ګونه میلونه افغانی له دولت نه ترلاسه کوی . دوهم په کابل کی ددولتی څمکودترلاسه کولودپاره ودولت بهانه جوړوی په دی نامه ښارکونه جوړوي خوبیایی هم پرهغه غریبانوهزاره ګانوپه ډیرلوړه بیه خرځوې چي ډیرښه مثال یی دخلیلی دورورښارک دی . بله مهمه خبره داده چي دهغوی نه په سیاسې ډګرکی ماته خوړلې ده خصوصا په ځوان نسل کی اوس رمضان بشردوست ډیرمخ کی دی او س دوی ته خالې جناکارانه نومونه پاته دې . دهزاره ګانومشرتوب اوس ددوی دلاسه وتلې دی اوس دوی غواړې ددی لارې بیرته ځان ته په هزارګانوپه منځ کی دشپی دتیرځای پیداکړې نوداسی کاروته لاس اچوي . بله مهمه موضوع داده چي دوی وخپلوایرانی بادارانوته باید یوه ځه ځان فعا ل وښُی اوهغوی دپروژودتطبیق په هکله څه په لاس ورکړي . ج : نعییم کوچي یومعامله ګرکس دي دی هم دمجاهیدینوپه دوران کی ټول عمردسرمایی په را ټولواخته ؤ اوهم دطالیبانوپه وخت کی دپیسودپاره هرڅه کول کله چي له کوانتیناموراخوشی سو نوداسې لوبوته یی لاس واچوه چي هم پیسی پیداکړي اوهم دامریکایانواودولت پام له ځانه واړوي اوداسې وښی چي دي دکوچیانوزیات ملاتړدځانه سره لرې په داسې حال کی چي نه اوس خلیلې اومحقق دهزاره ګانومشران دی اونه هم نعیم کوچي اودهغه باڼددکوچیانودباوروړدي دادواړه پخپله دافغانستان دولت ددی دپاره چي يی په ټول ټاکنوترې کارواخلې ساتلې دی اوداسې شیطانی لوبې په اجراکوی چی دافغانستان دملې وحدت ملا په ماته کړې چي داکارونه په حقیقت کی دملې وحدت اودافغانستان دولس ورورې په ضد یوه ډیرخایُیانه توطیه ډیرسترخیانت دي

د : دډیرغورخبره خوداده چي هرکله دهزاره ګانواوکوچیانومسُله ګرمه سې کرزې ددی پرځای چي هغه دشریعت په رڼاکی غوڅه کړی دواړوخواؤ ته په سووملیونه افغانی ورکوي اودلنډمهال دپاره داکارسړوي خوهغه پیسې چي دولت يی دحقوقې مسُلودحل دپاره په رشوت کی ورکوي کولاې سی کوچیانوته ښکارکونه په جوړکړې دادحل لاره نده چی دکوچیانواوهزاره ګانوته درسیدلی تاوان پنامه په سل ګونه ملیونه افغانی ددګوتوپه شمارغلوجیبوته ولیږې بلکه دایوازي دخپل اقتدارداوږدولودپاره دبیت المال نه غیراسلامی استفاده ده چي په دولت حقوقی مسایل په رشوت موقتا سړوی . دافغانستان بیت المال اوس دجګړه مارانودپاره دیوه باج اوججی حیثیت دپاره استعمالوي . دنقاف دالوبه نه یوازې دهزاره ګانواوکوچیانوترمنځ پخپله دولت ایجاد کړیده بلکه په اکثروولایتوکي یی قومی اختلافاتوته لمن وهی حتي په اکثروولایاتوکی والې دقوماندان امنیه ، ریس امنیت دوالې ولایتی شورا دوالې په ضدتحریکوي اودولت دخپلواختلافاتودلاسه لکه دګورچنجیان سره خورې وملت ته بیخی دچا پام هم نسته ددي اختلاف نه په استفاده مافیا خپل جیبونه ډګوي . اوبس وسلام حاجی مها جر

حاحی مها جر

Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

1 comments: on "ولي دکوچیانواوهزاره جګړه پای ته نه رسیږي ؟"

mrkdvsn said...

Hello, I also would like to comment over all the points mentioned in this blog. I agree with essence of few point but somewhere I found myself on other place. I hope, there might little opinion of others as well.regressietherapie nijmegen

Post a Comment