Photo by AFP |
کله چې دلومړی ځل لپاره کرزی دافغانستان جمهور ريس شو موږ ډير خوشحاله شو او دامو ويل چې دده پلار عبدلاحد کرزی پخوا دولسي جرګې معين و او ښه پښتون شخصيتوو دده ځوی خو ضرور دپلار په لاره ځي خو يوه ورځ په ټکسي کې ناست وم خير خانې ته تلم چې دکرزی پورې خبره راغله ماوويل چې اوس به وطن ته ښه خدمت وشي او پښتانه به له ډيرې دربه درئ څځه خلاص شي نو دټکسي ډرايور چې دکندهار پښتون و راته وويل چې داتمه دې غوڅه کړه زه کرزی پيژنم دهغه مور شيعه ده او خاص دشيعه ګانو لپاره کار کوي نه دپښتنو لپاره. ماورته وويل ماخو تر اوسه نه دي اوريدلي چې دکرزي مور شيعه ده په چرت کې لاړم .اما اوس چې دکرزي اعمال او کارونه ګورم هغه دټکسي ډرايور خبره راته سترګوته دريږي داځکه چې دده دجمهوري رياست په دواړه دورو کې ده خپل دوهم مرستيال شيعه خليلي وټاکه . په کارته سه کې يې دخوشحال خان دلېسې دليلې ځمکه دشيعه محسني لپاره ورکړه هغه پکې دايران دقم دشيعه ګانو دمرکز دستراتيژيکو موخو لپاره ډېره لويه مدرسه چې تقريباً دوه اتيا ميلونه ډالره پرې لګول شويدي او دايران دجاسوسئ ډير ځواکمن مرکز ګڼل کېږي جوړه کړه.همدارنګه دکمونيزم په وړاندې ډېرو زياتو افغانانو مبارزه کړيده او ځانونه يې قربان کړي دي . اما دچندولو شيعه ګانو ادعا وکړه چې دچندولو شيعه ګانو ډېره قرباني وړکړې او دکمونستانو پر وړاندې يې پاڅون کړي دی نو ځکه دوئ ته دکرزي له خوا داحق ورکړل شو چې دميدان شهدا چندول په نامه يو يادګاري ډګر جوړکړي . همدارنګه دامروز تلويزيون چې دايران لاس وهنه او دشيعه ګانو تقويه او دافغانستان په قومونو کې نفاق اچونه يې غندله دکرزي له خوا وتړل شو. دايران سفير فداحسين مالکي په کابل کې دکرزي په مرسته د دانشګاه اسلامي په نوم يو ايرانی مرکز پرانيستو او دايې هم وويل چې ماته بايد يو څه ځمکه هم راکړل شي چې ددې دانشګاه لپاره يو ښار ګوټی هم جوړ کړم . بله اړينه خبره داده چې فداحسين مالکي دايران سفير دمزارشريف مرکز ته ځي او هلته دعطا محمد نور دبلخ والي سره يو ځای دهغو نهو تنو ايرانيانو دمرګ تلين چې دايران په قونسلګرئ کې دطالبانو دواکمنئ پر مهال وژل شوي وو لمانځي اما هماغلته چې درې څلور زره بيګناه تسليم شوي طالبان وژل شوي او دليلې په دښته کې په ډله ايزو قبرونو کې پراته دي چا پوښتنه ونه کړه. دهغوي قاتلان ددې پرځای چې محاکمه شوي واي ونازول شول يوازې داخلک نه بلکې هغه خلک هم دکرزي دحکومت له خوا ونازول شول چې دپښتنو په سرونوکې يې دهغوئ دعمر په انډول ميخونه ټکوهل او دمړي نڅا(رقص مرده) نندارې يې جوړولې . او همدارنګه کرزی څو ځله تهران ته لاړو او هلته يې دايران، تاجکستان او افغا نستان په نوم دفارسي ژبو هېوادونو کنفرانسونه جوړ کړل او افغانستان يې يو فارسي ژبی هېواد وبللو.
حال دادی چې افغانستان هيڅ وخت فارسي ژبي هيواد نشي کيدای دلته ازبکان، تکمنانا، بلوچان، پشه يان، نورستانيان او پښتانه اوسيږي چې تاجکان يو اقليت دی او هيڅ کله افغانستان ديو اقليت په ژبه فارسي زبان کيدای نه شي. او بلاخيره دويکې لېکس دپټو اسنادو په افشاه کې داثابته شوه چې امريکا او ناټو افغانستان ته دتروريزم او القاعدې دجنګ لپاره ندي راغلي بلکې دوئ دافغانانو يعنې دپښتنو دوژلو لپاره راغلي دي او کرزي سمدلاسه اعلان وکړو چې زه لا پخوا ددې موضع نه خبره وم. نو دلته پوښتنه دا ده چې ته لاپخوا خبروي ولې دې ځان غلی نيولی و او په لکونو افغانان دې په امريکې او ناټو ووژل ؟
له دې څخه مالوميږي چې نه دتروريزم او نشه ايزو توکوپروړاندې مبارزه ده او نه دافغانستان دودانولو بلکې څرنګه چې کرزي پخوا دامريکا ديونيکال په کمپنۍ کې کار کاوه او طالبانو دامريکا ديونيکال کمپنۍ سره هغه قراداد ونه کړو چې دترکمنستان نفت اوګاز دافغانستان له لارې جنوب شرق اسياته ليږديدل بلکې دجنوبي امريکا ديو هېواد سره يې دا قرارداد لاس ليک کړو. دطالبانو سره دامريکا مخالفت او جګړه له همدې ځايه پيل شوه . کله چې امريکايانو دطالبانو پرضد حمله پيل کړه نو شمالي ټلوالې دامريکايانو سره پوره ملاتړو کړو او دا يې په امريکا ومنله چې دافغانستان سياسې قدرت به شمالي ټلوالې ته ورکوي . نو شمالي ټلوالې ته ښه فرصت په لاس ورغی ټول پښتانه يې دطالب په نامه ونومول او تعليم يافته پښتنو ته يې دطالبان نکټايې دار خطاب ورکړو.
نو که په لنډه توګه ووايو چې امريکا + شمالي ټلواله + کرزی دايو مثلث دی چې دبښتنو دورکاوي لپاره کارکوي او که چېرې دوئ بريالي نه شي نو بيا به په افغانستان کې دقومي جګړو او تجزيې پلانونه جوړوي .
دشمله ور ليکنه
0 comments: on "کرزی او دشيعه ګانو لاس نيوی"
Post a Comment