Featured Posts

Friday, October 1, 2010

د افغانستان کرکټ بورډ د کوچیانو د کرکټ لوبډله په رسمي ډول ومنله

د کوچيانو د لوبډلې زياتونه د کرکټ بورډ یوه بله لاسته راوړنه ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د کوچیانو د کرکټ لوبډله په رسمي ډول ومنله او اجازه یې ورکړه چې په کورنيو سیالیو کې د ولایتونو د لوبډډلو په څېر ولوبیږي.

د کوچیانو د کرکټ مسؤل محمد الله کوچي نن په کابل کې ټول افغان ته وویل چې زموږ یوازې دا ارمان نه و چې رسمي لوبډډله دې ولرو! زموږ دا ارمان دی چې د ملي لوبډلې لپاره تکړه کوچیان لوبغاړي کرکټ بورډ ته وروپیژنو او په افغانستان کې د کرکټ په پرمختګ کې مهم رول ولوبو.

د محمدالله منډو ترړو د ځینو کوچي مشرانو او د کرکټ چارواکو ملاتړ هم ترلاسه کړی چې ښه بیلګه یې د کرکټ بورډ د مشر او دمالي وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال سمدستي موافقه او په ولسی جرګه کې د کوچيانو د استازي حیدر جان نعیم زوی مالي ملاتړ دی، کوچی وایې چې د کوچيانو د ریاست مشر عزت الله د کرکټ بورډ مشر په رسمي شکل وروپیژندلو او ښاغلي هم د کرکټ په ډګر کې زموږ هرکلی وکړ.

کوچی وایي چې د کابل په باګرامیو کې یې ۵ جریبه ځمکه د کوچیانو د کرکټ میدان او د کوچیانو د کرکټ اکاډومۍ ته وربښلي ده، په دې اکاډمۍ اوس مهال ۴۰کوچي لوبغاړي په دوه پیچونو د کرکټ زده کړې او تمرینونه کوي.

د مالي مشکلاتو له وجې په باګرامیو کې د کوچیانو د کرکټ اکاډمۍ څلور دیوالونه نه لري، د تمرین په وخت کې د تمرین جال(نیټ) هر سهار له ځانه سره وړي او د لوبې په پای کې له ځانه سره بیرته کور ته راوړی چې څوک یې ترې يونسي.
کوچي ټول افغان ته وویل ((چې ډیر وخت څخه د کرکټ لوبه کوي او د ټینس توپ ډیرې سیالۍ یې ګټلي دي،دوه کاله کې چې په سخت توپ(هارډ بال) لوبه کوو، اوس کوچی لوبغاړي چمتو دی چې په سخت توپ د هر چا مفابله وکړي، ښاغلی کوچی په دې اند دې چې د ولایتي شل اوریزه سیالیو کې به مثبته ونډه ولری او دده په نظر د ډیرو ولایتونو څخه یې لوبغاړی په لوبه کې پیاوړي دي)).

یاده دې وي چې شل اوریزې کورنۍ سیالۍ به د دې میاشتي په ۲۵ نېټه پېل کیږي، د شمشاد تلویزون پتيلي چې دا سیالي هم مینوالو ته په ژوندۍ بڼه وړاندې کړي.

Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "د افغانستان کرکټ بورډ د کوچیانو د کرکټ لوبډله په رسمي ډول ومنله"

Post a Comment