Featured Posts

Saturday, June 18, 2011

هزاره ګانو یوځل بیا پر معصوموکوچیانو تېری وکړ


دغزني ولايت دناهورولسوالي میشتو هزاره وودميدان وردگ ولايت داي ميرداد والسوالي دبې وسلې او معصوموكوچيانوپه كورونوباندي ډلیز وسلوال بريدكړي دی او دکوچیانو مالونو ته ئې اورونه اچولوي دي .

دسیمي څخه د کوچیانو استازي بېنوا ته وویل چي په پیښه کي کوچیانو ته سخت مالي او ځاني زیان اړول سوی دی .

یاد هزاره ګان چي د ولسمشر کرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي مستقیم ملاټر له ځان سره لري په لوی لاس د نوموړي او محقیق لخوا بلوا ته هڅول کیږي ترڅو د معصومو او بې وسلې کوچیانو په شتمینیو د خپلو سیاسي موخو لپاره ناتار بریدونه وکړي

په کابل کي د سیاسي چارو کارپوهان وائې چي هرکله چي ایران غواړي په ولسمشر کرزي سیاسي فشار ډیر کړي نو دوی د حزب وحدت ګوند په مرسته دغسي بې رحمه بریدونو ته لاره اواره کړي ترڅو کرزی ئې غوښتني ومني

دیادولو وړ ده چي کوچیان او هزارګان د پیړیو پیړیو څخه په همدې سیمه کي ګډ صمیمانه ژوند لري خو د تیرو لسو کالو د ناخووالو ترڅنګ د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ دنفاق اور ته دسیاسي موخو لپاره لمن وهل کیږي . چي هر ځل د هزارګانو په یوطرفه قضاوت د زیاتو امتیازاتو په ترلاسه کولو سره پای ته رسیږي .

دچارو کارپوهان په دې اند دی چي اوس یو وار بیا د کرزي دکابینې د پاته وزیرانو دمعرفی وخت دی او ایران غواړي له دې لاري خپل نفوذ او فشار په کرزي زیات کوي ترڅو ددوی کسان وزیران سي . تیرځل هم ټک همدغه وخت چي ولسمشر خپل کابینه اعلانول نو د دښتي برچي هزارګانو د کابل تر کوټهسنګي پوري د بې ګنا کوچینانو کیږدیو ته اورونه ورته کړه او دې ته ورته بلواوئ ئې پیل کړې . چي په ترڅ کي ئې اووه کسان د سرپرست وزیرانو په توګه وټاکل سول .


Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "هزاره ګانو یوځل بیا پر معصوموکوچیانو تېری وکړ"

Post a Comment