Featured Posts

Wednesday, June 13, 2012

ملګرو ملتونو دکوچيانو او هزاره وو د شخړې دهواري هلې ځلې پيل کړې


کابل ښار(پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١):د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال په ميدان وردګو ولايت کې د کوچيانو او هزاره وو د شخړې د هواري په موخه هلې ځلې پيل کړې دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غبرګولي په ٢٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په همدې موخه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال نيکولا هيسم  له يوه پلاوي سره پرون ميدانښار ته سفر وکړ .
هغه زياته کړه ،چې په دې پلاوي کې د يوناما د مرکزي زون مشره او يو شمېر نور کسان هم شامل وو، پرون يې ټوله ورځ په ميدانښار کې تېره کړه ،د والي او ولايتي شورا د رييس ترڅنګ يې د کوچيانو او هزاره وو له استازيو سره هم وليدل.
شاهد وايي ، چې د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي ورغلي پلاوي ته وويل، چې د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچيانو او هزاره وو ستونزه حقوقي موضوع ده او د هواري واک يې هم قضايي او عدلي ارګانونه لري.
والي زياته کړه، چې ولايتي اداره په دې توانېدلې، چې د دواړو خواو ترمنځ د شخړو د پراخېدو مخه ونيسي او په منځ کې يې درېيمګړى ځواک رامنځ ته کړي.
فدايي وايي : ((د دغې ستونزې په اړه مو مرکزي حکومت ته مشخص وړانديزونه کړي  او هيله ده، چې د ښکېلو خواوو لخوا ورته د عمل جامه ور واغوستل شي.))
والي وويل، چې اوس د ټول ولايت په کچه د قومي ستونزو د هواري او له دولت سره د خلکو د نږدېوالي په موخه يې يو ١٣ کسيز کمېسيون جوړ کړى، چې ياده ستونزه به هم په دغه کمېسيون کې تر بحث لاندې ونېول شي.
د والي وياند شاهد الله شاهد زياتوي ،چې د ملګرو ملتونو مرستيال او ورسره پلاوي د هزاره وو او کوچيانو له استازيو سره په بېلابېل ډول ولېدل او د ټولو نظرونه يې واخيستل.
د ميدان وردګو د کوچيانو يو تن استازي حاجي خان زمان پژواک اژانس ته وويل، چې د ملګرو ملتونو راغلي پلاوي له دوى څخه د شخړې او ستونزې د لاملونو او د هواري په اړه يې پوښتنې وکړې او دوى يې په اړه ځوابونه ورکړل.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پلاوي ورسره کومې مشخصې ژمنې ونه کړې، خو دومره يې ورته وويل، چې د دوى غوښتنې او د يادې ستونزې د هواري لپاره به افغان دولت ته وړاندېزونه او مشورې ورکړي.
خان زمان وويل، چې په سيمه کې ستونزه دومره جدي نه ده، خو د يوه ګاونډي هېواد لخوا دغې ستونزې ته پراختيا ورکول کېږي .
د ده په خبره، دعوه ګيره سيمه له ډېر پخوا وخت څخه د دوى څړځايونه دي، خو اوس ورته هزاره اجازه نه ورکوي، چې ګټه ترې واخلي.
د هزاره وو استازى سلطان حسين رازى هم وايي ، چې دا دومره لويه ستونزه نه ده، خو د ځينو کړيو لخوا په دې اړه بېلابېل ډول شايعات خپريږي.
هغه زياته کړه ، چې د ملګرو ملتونو پلاوي ته دوى خپلې ستونزې او وړانديزونه ورکړي او هغوى به په دې برخه کې کار وکړي.
نوموړي زياته کړه ،چې ستونزه يواځې په يوه دره کې ده او که چېرې دولت کوچيانوته په بله کومه سيمه کې ځانګړى د اوسېدو ځاى ورکړي، نو دا ستونزه پخپله هوارېږي.
ديادونې ده ،چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچيانو او هزاره وو ترمنځ د ځمکو اوڅړځايونو پر سر شخړې رامنځته شوې دي، چې له امله يې له دواړو لوريو څخه ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "ملګرو ملتونو دکوچيانو او هزاره وو د شخړې دهواري هلې ځلې پيل کړې"

Post a Comment