Featured Posts

Wednesday, August 10, 2011

وردګو کې د کوچيانو ستونزه روانه ده



په ميدان وردګو کې د کوچيانو او سيميزو اوسېدونکو تر منځ په را ولاړه شوي شخړي کې يو تن پوليس او د دواړو خواوو نه هم څو تنه وژل شوي دي.


په افغان پارلمان کې د دغو سيمو استازي په دې اند دي چې دولت دي د ذيدخلو وزارتونو، مشرانو جرګې او ولسي جرګې د غړو نه جوړ يو پلاوي دې سيمو ته واستوي تر څو د دغو ستونزو د حل لاره ومومي.


د کوچيانو او سيميزو اوسېدونکو تر منځ په څړ ځايونو او ورشوګانو باندې را ولاړه شوې شخړه د وروستيو څو کالو ستره ستونزه بلل شوې چې د دغو قومونو تر منځ د سترو مرګ ژوبلو سبب ګرځېدلې اود دښمني تربګني لمن يې خورا ډېره پراخه کړې ده.


دا ستونزه د افغانستان په ميدان وردګو، لغمان او ځينو نورو ولاياتو کې د ډېرو ځوانانو د وژنې او ډېرو کورنيو د بې کوره کېدو سبب شوې ده.


دا شخړي هر کال د دوبي په را رسېدو سره زور اخلي ځکه کوچيان په دغه موسم کې خپلو دوبنيو مينو او څړ ځايونو ته ورتګ غواړي خو وايي په سيمه کي ميشت قومونه يي ورشو ګانو ته د ورتګ په لار کې خنډ ګرځي.


هر کال په دې را ولاړو شويو شخړو کې دوارو خواوو ته درانه زيانونه هم اوړي
کوچيان وايي دا څړ ځايونه او ورشو ګاني يي په بيه اخيستي او يا هم پخوانيو دولتونو ورته ورکړي دي خو په هر حال يې د مالکيت اسناد په لاس کې لري.


له بلي خوا په سيمه کې مېشت هزاره ګان وايي دا سيمې د دوى خپلې دي او کوچيان تورنوي چې ګنې د دوى پر سيمو او ځمکو تيري کوي.


افغان پارلمان په همدي اړه د ملي امنيت مرستيال او ځينې نور دولتي چارواکي دې غونډې ته را بللي وو تر څو د دوى په ملتيا دې شخړو ته د حل لار وموندل شي.


د افغان پارلمان ځينې غړي په دې آند دي چې ددې شخړو تر شا د بهرنيو هېوادونو لاس وهنې دي.


د بلې خوا افغان دولت هم په دې سيمو کې د استوګنې ښار ګوټي جوړوي چې په هغه کې کوچيانو ته د استوګنې اجازه نه ورکول کېږي ځکه دې قوم د تاريخ په اوږدو کې د يو ګرځنده او تل په سفر کې وګړو په توګه ژوند تېر کړى دى خو دا مهال د افغان پارلمان غړي له دولت نه غواړي په دې ښار ګوټو کې دې کوچيانوته هم ځاى ورکړل شي ځکه دوى غواړي چې اولادونه يې ليک لوست زده کړي او د دوى په وينا چې د تعليم زده کړه د اوښ تر شا ممکنه نه ده.


د کوچيانو استازو د ولسي جرګي په غونډه کې وړانديز وکړ چې د کرنې وزارت په ګډون دې د اړوندو وزارتونو نه جوړ با صلاحيته پلاوي دغو سيمو ته واستول شي تر څو دغو دوامداره ستونزو ته د پاى ټکي کېښودل شي.


ويل شوي ددغو قومونو تر منځ د را ولاړې شوې جګړې د درولو لپاره د پوليسو ځواکونو هم مداخله کړې چې په پايله کې يو تن پوليس او څو ځايي وګړي هم وژل شوي دي.


د ولسي جرګې ځينې غړي په دې پيښې کې د پاکستان لاس شريک بولي او وايي پوليس د طالبانو له خوا وژل شوي دي او طالبان په خپلو کړنو کې د پاکستان ملاتړ له ځانه سره لري.


سرچينه: امريكا ږغ راډيو

Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "وردګو کې د کوچيانو ستونزه روانه ده"

Post a Comment