Featured Posts

Wednesday, August 10, 2011

ستميانو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازې وډبوله



په ولسي جرګه کې ښځينه وکيلانې سره لاس او ګرېوان شوې

کابل (پژواک١٤ چنګاښ ٩٠): په ولسي جرګه کې د کابل استازې جنرال نظيفې ذکي د جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې په جرګه کې د کوچيانو استازې حميده احمدزۍ وډبوله.

د يادو کسانو ترمنځ وروسته تر هغه شخړه رامنځته شوه، چې په دغې جرګې کې يو شمېر غړو نيوکه کوله، چې ولسمشر د جرګې مصوبې نه پلي کوي.

د يادو غړو په غبرګون کې د ننګرهار استازې ارين يون وويل، چې د هرې خبرې پړه بايد يواځې پر ولسمشر کرزي وانه چول شي، ځکه چې دواړه مرستيالان يې مارشال محمد قسيم فهيم او کريم خليلي هم ورسره پړه دي.

د دې په وينا، مارشال هغه چاته ويل کېږي، چې دوه يا درې هېوادونه يې فتح کړي وي؛ خو مارشال فهيم دومره نه شي کولاى، چې افغانستان د پاکستان له بريدونو څخه وژغوري.

له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د افغانستان پر کونړ، خوست، پکتيا او ننګرهار ولايتونو د توغول شويو څه د پاسه ٧٠٠ توغنديو له امله، ٥٠ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

يون له خليلي څخه غوښتنه وکړه، لکه څرنګه يې چې په ميدان وردګو کې د هزاره قوم په ملاتړ خېمه وهلې وه او غوښتل يې، چې د کوچيانو پر وړاندې له هزاره ګانو ملاتړ وکړي، همدغه شان دې لاړ شي او د سرحدي ولايتونو اوسېدونکي دې له پاکستانيانو څخه وژغوري.

دې خليل ته په خطاب کې وويل: ((خليلي صاحب کونړ ته لاړ شه! هلته خېمه ووهه او افغانان د پاکستانيانو له بمبار څخه وژغوره!))

د يون د خبرو په غبرګون کې د کندوز استازي عبدالودود پيمان وويل، چې د مارشال فهيم نوم بايد وانه خيستل شي، ځکه چې ټوله ملامتي د ولسمشر ده.

وروسته په جرګه کې د کندهار استازي عبدالرحيم ايوبي هم د کرزي ملاتړ وکړ، چې ورسره يو شمېر وکيلانو د مېزونو په ډبولو لاس پورې کړ او اداري پلاوي په ايوبي مايک بند کړ.

تر دې وروسته خپله ايوبي، د هلمند استازې نسيمه نيازۍ، د ننګرهار استازې ارين يون او د بغلان استازې شکريه عيسي خېل مېزونه ډبول او چاته يې د خبرو وار نه ورکاوه.

په دې منځ کې جنرال نظيفې ذکي د مارشال فهيم په پلوۍ او حميدې احمدزۍ د کرزي په پلوۍ په لوړ اواز خبرې کولې او د يادو دواړو وکيلانو ترمنځ خبرې دې بريد ته ورسېدې، چې ذکي پر احمدزۍ د بوټ ګوزار وکړ.

وروسته ذکي، حميده احمدزۍ د مېز پرمخ چپه کړه او په سوکونو يې ووهله.

دغه شخړه د جرګې د نورو غړو په لاسوهنې سره پاى ته ورسېده.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال خالد پښتون، چې نننۍ غونده يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، د شخړې په پاى ته رسېدو سره يې غونډه هم پاى ته ورسوله.

خو د جرګې ځيني غړي بيا هم يو له بل سره پر ناندريو بوخت وو، تر هغه چې امنيتي موظفينو مداخله وکړه او د لفظي شخړو مخه يې ونيوه.

خو حميدې احمدزۍ له تالار څخه بهر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې هم خپل غچ اخيستى او د ذکي بوټ يې له ځان سره راوړى دى.

هغې وويل: ((بوټ يې له ځان سره وړم، پرېږده چې کور ته لوڅې پښې لاړه شي، دا مې په غنيمت کې نيولى دى.))

د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم په ولسي جرګه کې د کابل استازې فاطمې نظري او د بدخشان استازي عبدالقدير صياد ترمنځ شخړه وشوه او صياد يې د اوبو پر بوتل وويشت.

Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "ستميانو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازې وډبوله"

Post a Comment