Featured Posts

Tuesday, June 12, 2012

خوست والي:کوچيان بايد ترهرڅه زيات دخپلو اولادونو روزنې ته پاملرنه وکړي

د خپرېدو نېټه: Mar 26, 2012
 دغه ټکى خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دوشنبه ورځ دوري دمياشتې په ٧ نېټه دکوچيانو له شمير استازو سره په ولايت مقام کې ديوې ليدنې پرمهال په ډاګه کړ.
 په سره کې الحاج محمد سالم نعيم زوى دنورو په استازيتوب خبرې وکړې ،نوموړي په خپلو خبروکې دخوست ولايت دمشرتابه دټولو هغه کړنوڅخه ستياينه وکړه ،کوم چې دټولو قومونو او ولسونو دهوساينې اونيکمرغۍ لپاره يې ترسره کوي.

 ښاغلي نعيم زوى دکوچيانوپه استازيتوب داهم وويل چې کوچيان دافغانستان په هره برخه کې وي دافغانستان اسلامي اوجمهوري دولت له تګ لارو او کړنلارو څخه بشپړ ملاتړ کوي ،ددې ډاډ ورکوي چې کوچيان به هيڅکله په خپلو سيمو کې ورانکاره ډلو او مخالفينو ته ددې اجازه ورنکړي ترڅو په خپلو شوموبريدونو اوپلانونو سره دپرمختګ ،بيارغونې ،سولې ،امن اوثبات په وړاندې خنډ شي.

نوموړي دکوچيانو ديوشمير ستونزو دهواري په موخه دخوست ولايت مشرتابه ته وړانديزونه وکړل اوغوښتنه يې وکړه چې ولايتي اداره بايد ددوى لپاره دسيارو ښوونځيو ،روغتيايي کلنيکونو په برخه کې مرسته وکړي اوپه ټولو هغه مرستوکې چې بې وزله خلکوته ورکول کيږي کوچيانوته هم په کې برخه ورکړل شي.

 خوست والي په خپلو خبروکې کوچيان دافغانستان دنفوس يوه برخه ياده کړه اوله دوى يې غوښتنه وکړه چې په خپلو اولادونو باندې زده کړې وکړي ، په هر ځاى کې وي دخپلو اولادونو روزنې ته پاملرنه وکړي په ښوونځيواومدرسو کې شامل کړي ترڅو په دې سره له يوې خواپه راتلونکې کې دکوچيانوستونزې هوارې شي اودبلې خوا دوى دعلمي کدرونو په لرلوسره ددې هېوادلپاره په هره برخه کې دملي خدمت جوګه شي.

 دخوست ولايت مشرتابه دځينو هغه پروګرامونو يادونه هم وکړه چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت يې دکوچيانو دژوند دښه والي اونيکمرغۍ لپاره لري.خوست والي دستونزو دهواري په موخه ددوى وړانديزونه ومنل اوپه دې برخه کې يې دهمکارۍ ژمنه وکړه. واکمن

Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "خوست والي:کوچيان بايد ترهرڅه زيات دخپلو اولادونو روزنې ته پاملرنه وکړي"

Post a Comment