Featured Posts

Tuesday, June 12, 2012

د زابل کوچيان:کوچيانو ته راوړل سوي غنم نه ورکول کيږي

د زابل ولايت کوچيان وايې چې ددي ولايت مرکزي اداره ورسره درغلي کوي او هغه راغلي او مرسته سوي غنم چې د کرهڼي وزارت کړي دي دوى ته تر اوسه يوه بوجۍ هم نه دي رسيدلي.

دوى وايې د مرکز نه څلور نيم زره ټنه غنم راغلي دي او په دي شمېر کې درې سوه ټنه يې ددي ولايت ميشتو کوچيانو ته ورکول کيږي کوم چې تر اوسه نه دي ورکول سوي.

ددي ولايت د کوچيانو استازى محمد رسول کوچي وايې چې د غنمو د ويش لپاره يو پلاوى ټاکل سوى دى کوم چې پکښې اړونده ارګانونه سته دي خو وايې چې د کوچيانو استازى نسته او نه هم دوى ته بلنه ورکول سوي ده.

نوموړى وايې درې ځله يې ورسره خبري کړي دي خو تر اوسه يې خپل نه دى تر لاسه کړى.

دى وايې چې مرکزي دولت او اړونده ارګانونه دي ددي پروسي د روښانتيا لپاره کار وکړي تر څو کوچيانو ته غنم ورکول سي.

له بل لوري وايې چې د تېرو دريو کلونو را په دي خوا کوچيانو ته مرستي نه دي ورکول سوي او که دا پروسه دوام وکړي د دولت سره به پريکون وکړي.

ددي سره هم مهاله د زابل والي محمد اشرف ناصري وايې چې د کوچيانو خبري او نيوکي پر ځاى دي ولي وايې چې کوچيان مستحق دي او دوى هم ټاکل سوي غنم ورکوي ولي وايې چې اوس لا وختي دى د توزيع ايله دوي ورځي کيږي.

ښاغلي ناصري وويل چې د ولايتي شورا، ملي امنيت او ځينو نورو اړونده استازي ددي ويش چاري پر مخ وړي او دا مهال هم سروي روانه ده.

ده وويل چې دا مهال هم نژدي هر ورځ دېرش يا پنځه دېرش کوچيانو ته هم مرسته ورکول کيږي.

ده وويل چې د کوچيانو استازى هم په دي پلاوي کې سته دى او مرسته سوي غنم ډېر دي خامخا به د ټول ولايت کوچيانو ته ورسول سي.

دا په داسې حال کې چې دغه غنم د هندوستان هېواد له لوري د افغانستان له شلو ولايتونو سره سوي ده.


Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "د زابل کوچيان:کوچيانو ته راوړل سوي غنم نه ورکول کيږي"

Post a Comment