Featured Posts

Thursday, January 3, 2013

کوچیان پاکستان کې مشکلاتو ښکیل کړې

پاکستان کې میشته د احمدزو قبیلي مشرانو ویلي د هیواد د شهریت کارډونو د نه لرولو په وجه د مختلف قسمه مسائلو سره مخامخ دي چې پکې د ماشومانو د تعلیم، د سفر مشکلات، بینکونو کې د اکاؤنټ خلاصولو مشکل او کاروبار کې خنډان شامل دي. د کوچیانو د احمد زو قبیلې مشرانو د شورو په ورځ پیښور پریس کلب کې د خپلو مشکلاتو په حقله خبریالانو سره خبرې اترې ووکړې.

 خبرې غونډه کې د احمدزومشرانو وویل پاکستان کې د کوچیان درې قبیلې موجود دي چې د احمدزو، اکاخیلو او سلیمان خیلو په نوم یادیږي خو یواځې احمدزو قبیلې ته پکې د پاکستان د شناخت کارډونه نه ورکړی کیږي. د خبرې غونډې په موقع د احمدزو یو مشر حاجي عنایت چې د حاجي مونجي په نوم مشهور دی، وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې وویل د شناختي کارډونو د نشت والې په وجه خپل بچي سکولونو کې نشې داخلولی، سفر د پاره پاسپورټ نشې ترلاسه کولی او په بینکونو کې د حساب کتاب ساتلو د پاره اکاونټونه نشې پرانستلی. د احمدزو قبیلې د مشکلاتو په حقله چې د قبیلې مشرانو څه ویلي، تفصیل يي تاسو پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال مدثرشاه رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:




Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "کوچیان پاکستان کې مشکلاتو ښکیل کړې"

Post a Comment