Featured Posts

Wednesday, June 12, 2013

د کوچیانو او کارکوونکو غریبو د ماشومانو د تعلیم ستونځی او د حل یو څو پیشنهاد ی لاری

داکتر امیر محمد منصوری


د هیواد د اساسی قانون له مخی اساسی تعلیمات د هیواد د هر بچی حق او نه کاله تعلیم اجباری بلل شویدی، چی پدې توګه والدین، ټولنه او دولت مسّولیت لری چی د هیواد ځوان نسل ته د تعلیم او تربیی اسانتیاووی برابری کړی. په هیواد کی د تعلیمی اسانتیاوو د بیساری پراختیاوو (لږ تر لږه  د کمیت له اړخه) سره  سره بیا هم داسی بلل کیږی چی دکوچیانو اولادونه تر ډیره حده له تعلیمی اسانتیاوو څخه بی برخی دی. په ملی سطحه، .په دوبی کی یوازی۷.۱ ٪ هلکان او  ۴. ۰ ٪ جنکۍ مکتب ته ځی  . ددې ستونځنی اساسی عامل د کوچیانو د ژوند ځاګړتیاوی دی چی د هیواد موجوده تعلیمی پالیسی او امکانات د دغو ستونځو د حلولو جوګه نه دی.
د معارف وزارت دکوچیانو ماشومانو ته د تعلیمی اسانتیاوو برابرول خپل مسولیت بولی او پتییلی یی ده چی ددغی ستونځی دحل لاری پیداکړی.



ستونځی

داچه کوچیان دایمآ د کډو کولو په حال کی وی او د کډو په دوران کی په یوه ځای ډیر نه پاته کیږی، نو په ځایی مکاتبو کی د دوی ماشومان درس نشی لوستلای. د دې تر څنګ د څړ ځایونو د محدودوالی په سبب د  کوچیانو کډی تقریبآ انفرادی کورنۍ جوړوی او پدې ترتیب په یوه ځای د پام وړ ماشومان هم نه پیدا کیږی . بله لویه ستونځه د نسلونو څخه ور پاته د لیک لوست د کچی ټیتوالی دی چی پدې سبب د کوچیانو په ټولنو کی  د خواننده کسانو کموالی او حتی نشتوالی یو واقیعیت جوړوی. د ماشومانو د کار لپاره (مثلآ د سیرلو پوول یا د ګوډ او ناجوړه مال پالنه) د کورنی اړتیا یوه بله ستونځه ده چی د کوچیانو د اولادونو د تعلیم په مخکی یوه مانع جوړوی. بله لویه ستونځه داده چی کوچی کورنی او قبیلی اکثرآ د هیواد په غرنیو او کم نفوسو سیمو کی، چیری چی څړ ځایونه پیدا کیږی،  وخت تیروی، چی هلته ځایی مسکن ولسونه هم د کوچیانو په شان د ژوند شرایط لری او عمومآ تعلیمی اسانتیاوی هم پکې کمی وی.
د مقاماتو او د معارف د وزارت لپاره یوه بله ستونځه د کوچیتوب تعریف او د هغوماشومانو او کورنیو تعیین او حدود معلومول دی چی د کوچیتوب ژوند یی د تعلیم لپاره مانع ګرزی. ډیروکوچی کورنیو، او حتی کوچی قبیلو، پدی اخرو  لسیزو کی خپل د کوچیتوب ژوند پری ایښی او په مختلفو سیمو کی میشته شوی، په اصطلاح «ځایی» شوی دی. له یوی خوا پدې اړه دقیق ارقام نشته او دا هم نده معلومه چی ایا دغه ډول متوطن شوی ولسونه دایمی مسکن لری؟ ایا هلته تعلیمی اسانتیاووی شته او که نه؟  او له بلی خوا دغه ډول ولسونه هم غواړی چی  د کوچیتوب له امتیازاتو څخه برخمن شی. له دغه ځایه څخه د کوچی کلمه دیوه قوم لپاره  استعمالوی، چی پدی ترتیب د حقیقی کوچیانو د ستونځو حل نور هم کړکیچنوی.
د «ټولو» ماشومانو(د جنکیانو  په شمول) لپاره په لیلیه ډول او یا له کورونو څخه لری د خپلوانو او یا نورو په مرسته د تعلیمی اسانتیاوو برابرول هم تقریبآ یو ناشونی کار بریښی ، چی نه د دولت او نه د والدینو د امکاناتو په حدودو کی راتلای شی. پد ی ترتیب سره د دی اړتیا لیدل کیږی چی د کوچیانو او نورو دغه ډول ټولنیزو ګروپونو لپاره د تعلیم د اسانتیاوو  د ارایه کولو نور غیر مروج او غیر معمول شکلونه باید و لټول شی.  
 د دغو ستونځو تر څنګ د تعلیم سره د کوچیانو مینه او د دوی لخوا د تعلیم د ښیګڼو او اړتیا احساس یوه پیاوړتیا ده چی د دې هیله را کوی چی د دولت او کوچیانو ګډی هڅی به په دغو مشکلاتو د برلاسی کیدو امکان پیداکړی. د کوچیانو د کډو ثابت مسیر، د کډو په مسیر کی د مکاتبو شته والی، د کال په اوږدوکی د ژمی او دوبی اوږدمهاله مېلی، د انفرادی کډو په صورت کی هم په یوه وړه شعاع کی هره ورځ د ماشومانو د يو ځای کیدلو امکانات او نور هغه  اړخونه دی چی د کوچیانو د اولادونو لپاره د تعلیمی اسانتیاوو د برابرولو لپاره د متبادلو لارو په پیداکولو کی مرستندوی واقع کیدای شی.
 د کوچیانو د ژوند شرایط دا ایجابوی  چی باید د د دوی د ژوند د شرایطو سره سم د دوی اولادونوته د تعلیم اسانتیاوی برابری شی. دا پخپل وار دا ایجابوی چی دغه واقیعتونه باید د هیواد په تعلیمی پالسیو کی منعکس شی.

د کوچیتوب معنی او انواع

د کوچیتوب اصطلاح معمولآ د مالدارو کورنیو، کومی چی د خپلو مالونو لپاره د څړ ځایونو د پیدا کولوپه منظور په دایمی ډول د کډو کولو په حال کی وی، استعمالیږی. لدې ځای څخه کوچیتوب د ټولنیزمعشیت یو ډول دی. داچی په هیواد کی یو شمیر قامونو له پخوا څخه د مالداری له لاری خپل ژوند تیراوو، نو ځکه معمولآ کوچیان قبیلی قبیلی وی. د کوچیانو د ژوند تیرولو او عایداتو اساسی منبع مالونه او د هغوی محصولات جوړوی.
پدې اخیرو کی د مختلفو عواملو له امله ، چی اکثرآ اقتصادی وجوهات لری،  ډیرو غیر کوچی (غیرمالدارو) کورنیو هم کوچی ډوله ژوند اخیار کړی او د کال په مختلفو فصلونو کی د کار پیدا کولو او یا هم د «ارزانه ژوند تیرولو» لپاره  له یو ځای څخه بل ځای ته لیږدی. دغه ډول کورنی اکثر وختونه د لوړو بیو(مثلآ د کرایی کورونو، دسونګ د موادود نرخونو او نورو) او کار د پیداکولو لپاره  لږ تر لږه د اوړی او ژمی په فصلونو کی په مختلفو سیمو کی ژوند کوی. دغه ډول کورنی یا افراد هم یو ډول «غیر معمول کوچیان» بللای شو.
په پورته دوه ډوله ټولنیزو معاشروکی د اوسیدلو د ځا ی دایمی تغییر د ماشومانو د تعلیم په مخ کی خڼډ ګرزی او مکتب ته د نه لاسرسی له وجی له تعلیم څخه بې برخی کیږی او یا لږتر لږه په عادی مکاتبو کی د هغوی د ماشومانو تعلیم ستونځمن وی.
برسیره پردې په هیواد کی یو لوی شمیر ماشومان د کورنی فقر او غربت له وجی دې ته اړ وی چی کار وکړی او ډیر وختوته د دغه ډول ماشومانو د کار محصول د کورنیو دژوند تیرولو یوازینی وسیله وی. خو کله کله  د کورنیو  ناخوالی هم یو شمیر مظلوم ماشومان د دغه ډول ستونځمن کار لپاره اړباسی او پدې وسیله له تعلیم کولو څخه بې برخی کیږی.   په دغه ډول حالاتو کی مکتب ته لاسرسی نه، بلکه فقر او غربت او پدې ترتیب کار ته اړتیا د ماشومانو د تعلیم کولو په مخ کی ستونځه وی.
په دواړو، لومړی (کوچیتوب) او هم دوهم (کورنی فقر او ناخوالی)، صورتونو کی د تعلیم په مخ کی د خڼډونو تر څنګ نور جانبی عوامل لکه د تعلیم او تربیی ملی مقررات او لوایح (د شمولیت، حاضری، امتحاناتو مقررات، معلمانو تعیین او نور)، تیاره ذهنیتونه، د تعلیم په اهمیت نه پوهیدل، په کم عمر کی د واده کولو رواج، د تعلیم او تر بیی  ټیټ کیفیت او نامناسبه محتوی، بی سرپرسته فامیلونه او نور په دغه ډول ستونځو د برلاسی کیدلو حل لاری ناممکنه یا لږ تر لږه مشکلو ی.

د کوچیانو لپاره د تعلیم متبادلی لاری او مودلونه

د ټولو کوچیانو (هغو کورنیو ماشومان چی په دایمی ډول د کډو کولو په حال کی وی) د «ټولو ماشومانو» د تعلیم لپاره یوازینی لاره سیار «کوچی» معلم او مکاتب بلل کیدای شی.دغه ډول دحل لاری به د لاندی فرضیو له مخی د عملی کیدلو امکان ولری:
 یوازی ابتداییه تعلیم، یعنی ۱-۶ ټولګی تعلیم او د متوسطی دوری د تعلیم لپاره به والدین او وزارت په ګه سره د حل لاری لټوی؛
 کوچیان په د معلم د پیداکولو مسّولیت په غاړه لری؛
 د مکتب د لوازمو (خیمه، درسی مواد او نورو) انتقال او ساتنه به د ولس په غاړه وی؛
 تعلیمی لوایح او مقررات په په کافی اندازه انعطاف منونکی وی، تر څو لاندی متبادلی حل لاری (غیر عادی مکاتب) پکی ومنل شی؛ او
 د معلمینو لپاره پاید مخصوص مسلکی کورسونه وی تر څو ددغه ډول غیر مروج تعلیم لپاره آماده شی.

په لاندی ډول یو څو موډلونه د متبادلو لارو په بڼه وړاندی کیږی چی لږ ترلږه د مناقشی او نورو مباحثو لپاره د پیل ټکی کیدای شی:

یو معلمه  سیار دهاتی ښوونځی: د لومړی ابتداییه دوری (۱-۳ ټولګی) د تعلیم لپاره  له کډو سره یو ځای کډوال ښوونکی او ښوونځی. کیدای شی ماشومان په دغه تو ګه ددې جوګه شی چی ساده لیک لوست په کډو کی له موجود معلم څخه د عادی (دهاتی یو معلمه مکاتبو) په څیر ولولی او په څلورم ټولګۍ کی د نورو متبادلو لارو څخه درس ته دوام ورکړی. کیدای شی تعلیمی کال یی ۱۲ میاشتی وی.

د کوچیانو په اوږدمهاله مېلو کی څو میاشتنی ښوونځی: دکوچیانو د اوږدمهاله مېلو په سیمو داسی ښوونځی حوړ شی چی د کوچیانو د تم کیدلو په وخت کی ددوی ماشومانو ته درس ورکړی.  ۹میاشتی تعلیمی کال په څو میاشتنیو دورو کی او په مختلفو سیمو او وقفو کی، خو  په  ۱۲ میاشتو کی، خلاص کړی. په دغه صورت هم صنف وار، مضمون وار، یو معلمه او یا څو صنفی تعلیمی شکلونه وکارول شی.

مضمون وار ښوونځی:  پدی مودل کی به د ۴-۶ ټولګی مضامین په جلا توګه یو یو مضمون په یوه وار له یوه ښوونکی څخه په یوه ځای خلاصوی. کیدای شی دوه او یا زیات مضامین په یوه ځای له یوه موجود معلم څخه خلاص کړی. مثلآ کیدای شی زده کوونکی په یوه ځای کی د څلورم ، پنځم او شپږم  ټولګیو ریاضی له یوه معلم څخه او ساینس په بل څای کی له بل معلم څخه او پدې ترتیب نور مضامین په نورو وختونو کی ولولی. پدې صورت کی به ماشومان د مکتب د ابتداییه دوری نصاب د منظم ټولګی په عوض په خصوصی توګه، د اسلامی مدارسو په شان، ولولی.  کیدای شی په تعیین شویو مکاتبو کی هم شامل وی اما د فخری شاګردانو په څیربه د سویی امتحان ورکوی.

 تعلیمی سټیشنونه: د والدینو، مقاماتو او د مکاتبو د مسولینو د ګډ تفاهم په صورت کی کیدای شی د کډو  دلارو په مسیر کی داسی مکاتب تعیین شی چی په موقتی ډول د لنډ ( اما تعیین شوی) مهال لپاره کوچی ماشومانو ته تدریس وکړی- لکه "فخری" شاګردان (البته  وخت او موده یی باید د والدینو او د مکتب د مقاماتو تر منځ مخکی له مخکی ټاکل شوی اولږ تر لږ د یو کال لپاره وی). کوچی کورنۍ  باید خپل د کډو وخت او تم ځای د نوموړو "تعلیمی سـټیشنونو" په شاوخوا کی  وټاکی او د څه مودې تر تیریدلو وروسته بیا بل دغه ډول تعلیمی سټیشن ته کډه او هلته خپل اولاد په مکتب کی واچوی او پدې ترتیب د کډو د مسیر ترپایه دوام ورکړی. د ستیشن د پریښودلو په وخت کی د ټولګۍ معلم د شاګرد د وخت او ټولګۍ تصدیق کوی. کیدای شی په دغه ډول متوسطه دوره هم خلاصه کړای شی.

کورنی ښوونځی ( د کیږدۍ تر ښا ښوونځي) : معلم د زده کوونکو کره ورځی او یو ټولګی او یا یو مضمون خلاصوی. کیدای شی د یوی کورنی ماشومان یو وړوکی ټولګی ولری.  دغه ډول تعلیمی اسانتیاوی  په غربی ټولنو کی هم یو تعلیمی رواج دی، اما د مکتب یا معلم د نشتوالی له وجی نه بلکه د دیموکراسی او د «اختیار او انتخاب د حق» د وجوهاتو په وسیله توجیه کیږی.

د ابتداییه دوری د تکمیل لپاره کیدای شی څو پورته متبادلی لاری يو ځای کار ورکړی. په ځینو صورتونو کی (مخصوصآ د نسبتآ زیات شمیر ماشومانو د وجود په صورت کی) منظم ټولګی او مکتب، او په نورو کی بیا انفرادی زده کړه او تدریس به ممکنه لاری وی. ځینی شاګردان یوازی یو مودل او ځینی نور بیا مختلط مودلونه په کارولای شی.

د تعلیمی دوری د پای د سویی امتحانی طریقه: د کلنی امتحانونو تر څنګ، دابتداییه دوری د پای امتحان به یوه بله لاره وی چی د کوچی زده کوونکو د زده کړی لاسته را وړنی ارزیابی او د تصدیق (شهادتنامی) مستحق و ګڼل شی. پدې صورت کی به اصل دا وی چی کوچی ماشوم کیدای شی په هره ممکنه متبادله لارڅه زده کړی وی او د هرچیری په هر ډول د هر څه د زده کولو ادعا به یی منظوره بلل کیږی، خو د دریم او یا شپژم ټولګۍ د سویی امتحان باید ورکړی. د ابتداییه تعلیمی دوری د اکمال سند به یی د نورو زده کړو لپاره لازمی شرط وی. د کامیابی او ناکامی لوایح یی هم باید فرق ولری.

لیلیه لیسی: دثانوی دوری ( ټولګی۷-۱۲) پوری (په خاص ډول ۱۰-۱۲ ټولګی تعلیم)  زده کړی به په پورته لارو ممکنه نه وی او د منظمو زده کړو په طریقه باید ترسره شی. ددې لپاره د هیواد په مختلو سیمو کی د کوچیانو لپاره لیله لیسی لازمی دی. آما بیا به هم د «ټولو ماشومانو» لپاره د لیلیه اسانتیاوو برابرول ممکن نه وی. په پیل کی کیدای شی د ابتداییه دوری محدود ممتاز زده کوونکی د هیواد په مختلفو لیلیه مکاتبو کی شامل شی. ټولی ممکنی لاری باید وکارول شی تر څو په کوچیانو کی د دولسم ټولګی فارغین زیات شی، چی پدې وسیله به په دوی کی د دوی د ماشومانو لپاره معلمان پیدا شی.

کیدای شی د حل نوری لاری هم ولټول شی، خو  پورته مودلونه او د حل لاری د موثریت او عملی کیدلو د امکاناتو په تر تیب لیکل شوی دی، یعنی لومړی مودل تر دوهم ‎او تر ور پسی مودل مناسلب ښکاری.

د تعلیم کولو پورتنی موډلونه (ځینی او یا په ځینو صورتونوکی) په لږ تآمل سره کیدای شی د کارګرو ماشومانو د تعلیم لپاره هم د حل لاری وی، خو باید لومړی ددغه ډول ماشومانو د تعلیم په مخ کی د اساسی ستونځو د ابعادو، حجم او عواملو په هکله ژوری څیړنی وشی. د غریبو او کارګرو ماشومانو لپاره  په پورته مودلو برسیره او بلکه تر دغو ښه او مرجح  مودل د شپی( ماښامنی او یا سهارنی) مکاتب وی. هغه ماشومان چی د ورڅی کار کولو ته مجبور وی نو یو نه میاشتنی تعلیمی کال (یو صنف) به د ۱۲ میاشتو په موده کی، خو په لنډه تعلیمی ورځ کی، بشپړوی. د سهار وختی او یا ماښام او یا دواړی وختونو کی د د وی د اوسیدو په محلونو کی  د تعیین شویو ماشومانو لپاره عادی صنفونه اماده کول به دغه ډول ماشومانو ته د ورځی لخوا د کار کولو تر څنګ دوی ته  د تعلیم کولو امانات هم برتبر کړای شی.  

 تعلیمی پالیسی

 پورته ټولی د حل لاری دا ایجابوی چی د کوچیانو د اولادونو د تعلیم لپاره تعلیمی پالیسی باید انعطاف منونکی وی او په خاص ډول د تصدیق او د ښوونځیو د تبدیل شرایط او مقررات باید ساده او بسیط وی. د دواړو محتوی، جوړښت او ازموینو نظام یی باید د غیر معمولو لارو سره سم عیار شی.  د تعلیمی کال قوانین هم باید ددې اجازه ولری چی په یوه ځای نه بلکه د کال په اوږدو کی ۹ میاشتی تعلیمی ورځی پکی منظوری وی.  د تصدیق ساده لار یی باید د ښوونکی تصدیق، کوچیتوب او شاګردتوب وی. دکلنی ازموینی ، د سویی امتحان او د کال (ټولګی) د پای امتحان یی باید د ازموینو لاری ومنل شی.
ولس او والدین باید د معلمانو په پیدا کولو،  تقرر، انفکاک او د تعلیمی چارو په نظارت کی لویه وڼډه ولری. لوایح او مقررات یی باید د ولسی مکتب د تصور په بنآ وی. د معلمانو د امتیازاتو لپاره هم باید داسی ځانګړی معیارونه وضع شی چی د معلمانو تشویق او د وظیفی پابندی ښه تضمین کړای شی.

عملی اقدامات

دپورته حل لارو او نورو ممکنو لارو او مشورو لپاره د ذیعلاقه خواوو ( د کوچیانو د استازو او مر بوطه دولتی ادارو او ټولنیزو نهادونو استازی) یو ه غونډه جوړه شی. پدې غونډه کی به د مشکلاتو په ابعادو، امکاناتو، حل لارو، د کوچیانو د تجمع سیمی، د کډو مسیرونه او نورو مسایلوغور او بحث وشی او مقدماتی ارقام او معلومات به را ټول شی. پدې برسیره به یوی څیړنی ته اړتیا وی چی د پشنهاد شویو حل لارو د عملی کیدلو لپاره اقداماتو ته لازم او دقیق معلومات، اسانتیاووی او امکانات را ټول کړای شی.

Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "د کوچیانو او کارکوونکو غریبو د ماشومانو د تعلیم ستونځی او د حل یو څو پیشنهاد ی لاری"

Post a Comment