Featured Posts

Saturday, June 15, 2013

په خاص ارزګان کې د حکيم شجاعي ظلمونو پښتانه غرونو ته خيژولي دی


لودين
د سويلي ولايت ارزګان د خاص ارزګان د ولسوالۍ ګڼ شمير اوسيدونکي دلته د محلي پوليسو د قوماندانانو حکيم شجاعي او عبدالصمد څخه په شکايت دي . 
حکيم شجاعي چې هزاره دی څه موده مخکي  دلته  د  تر سلو زياتو پښتنو په وژنه هم تورن دی . 
د خاص ارزګان ولسوالۍ  اوسيدونکي د تيرو څو راهيسي شکايت کوي چې د شجاعي اړوند پوليسو وهلي ، ډبولي او مالونه يې هم ورچور کړي دي . 
د دې ولسوالۍ لسګونه  کسان د تيرو څو ورځو راهيسي په کندهار کې ميشتو خبريالانو ته ټلفونونه کوي او هلته د سيمه ايزو پوليسو څخه په چيغو او فرياد دي . 
څو تنو چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي په کندهار کې ميشتو خبريالانو ته وويل چې د سيمه ايزو پوليسو  د قوماندانانو شجاعي او عبدالصمد ظلمونو اړ کړي دي چې کورنه پريږدي . 
د سيمي اوسيدونکي وايې چې د حکيم شجاعي پوليسو دوې ورځي مخکي د ولسوالۍ د سيدانو په کلي وروسته له هغه چې يو کس يې د ماين په چاودنه کې ټپي شو د سيمي لس تنه بيګنا کسان سخت وډبول او د ټولو لاسونه او پښي يې ورمات کړه .
دا اوسيدونکي وايې چې اوس يې سيمه پري ايښې ده او په غرونو کې پټ دي . 
د سيمي اوسيدونکي وايې چې ولس مشر دي يې ږغ واوري څو  دوی دلته د محلي پوليسو له ظلمه وژغورل شي . 
په دې اړه  د ارزګان چارواکي له خبرو کولو ډډه کوي . 
خو د ولايتي شورا ريس امان الله هوتکي د سيمي د اوسيدونکو خبري تائيدوي او هلته پر پښتنو  د سيمه ايزو پوليسو د قوماندان حکيم شجاعي ظالمونه نه زغمونکي بولي.
هوتکي ،  شجاعي د ولس مشر د دوهم مرستيال کريم خليلي په ملاتړ او حمايه مغرور بولي ، په وينا يې چې خليلي يې بشپړ ملاتړ کوي او اړوند دولتي چارواکي هم له ويري څه نه شي ورته ويلای . 
 د شورا رييس د مرکزي دولته غواړي چې نور دي د حکيم شجاعي د دې کړنو مخه ونيسي . 
و مو غوښتل چې په دې اړه د کورنيو چارو د وزارت سره هم خبري وکړو خو هغوی له اړيکو نيولو ډډه کوي او اړيکي ته هيڅ راز ځواب نه وايې . 
حکيم شجاعي په خاص ارزګان د ۱۲۱ ملکي کسانو په وژنه تورن دی ،  وروسته له هغه چې څو مياشتي مخکي پر نوموړي د ۱۶ ملکي افغانانو د وژني بل  تور هم پوري شو له سيمي وتښتيدي ،  به هم هغه وخت کې د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ چې د نوموړي د نيولو هڅي کوي ، خو تر اوسه نه دی نيول شوی . 


Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "په خاص ارزګان کې د حکيم شجاعي ظلمونو پښتانه غرونو ته خيژولي دی"

Post a Comment