Featured Posts

Monday, July 22, 2013

کوچيان: که ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه نه شي، په ټاکنو کې ګډون نه کوو


په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازو ګواښ وکړ، چې که د پخوا په څېر ټول افغانستان د کوچيانو 
لپاره يوه ټاکنيزه حوزه نه شي، په راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون نه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د غويي په ١٤مه پرېکړه وکړه، چې په پارلماني ټاکنو کې افغانستان د کوچيانو لپاره په لسو ټاکنيزو حوزو ووېشل شي، خو د جرګې ځينو غړو دغه پرېکړه عادلانه نه بلله.
د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې، د هېواد نورو اتباعو لپاره په پارلماني ټاکنو کې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه ده.
په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ملي شورا دوه ځلې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره شوې او په دې ټاکنو کې د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه او د نورو اتباعو لپاره هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه و.
په ولسي جرګه کې د کوچيانو کمېسيون مشر حاجي نذير احمدزي وويل، چې په دې جرګه کې د کوچيانو استازو او د کوچي قوم مشرانو پرېکړه کړې چې ټول افغانستان بايد د کوچيانو لپاره يوه ټاکنيزه حوزه وي.
دى وايي، که دغه غوښته ونه منل شي، نو د ١٣٩٣ کال په ولسمشريزو او ولايتي شورا ګانو ټاکنو کې ګډونه نه کوي او په ټول افغانستان کې به په لاريونونو لاس پورې کړي.
هغه د ولسي جرګې پرېکړې ته په اشارې وويل: ((دغه پرېکړه د کوچيانو په حق کې ظالمانه ده، که د کوچيانو لپاره افغانستان په حوزو وېشل کېږي نو بايد نورو ته هم په حوزو ووېشل شي.))
احمدزى وايي، د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې کوچيان نه شي کولاى، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې وړ کانديدانو ته رايه ورکړي، ځکه چې کوچيان په اوړي کې يو ځاى او په ژمي کې بل ځاى وي.
هغه له ولسمشر او مشرانو جرګې وغوښتل، چې د ټاکنو په قانون کې د ولسي جرګې ياده پرېکړه تاييد او توشيح نه کړي.
د ټاکنو قانون په طرحه کې د ولسي جرګې له خوا د دې موضوع تصويب وروستۍ پرېکړه نه ده، ځکه چې د اساسي قانون له مخې، د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کېږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.
د ولسي جرګې د کوچيانو د کمېسيون په پرونۍ غونډه کې د کوچيانو يو شمېر قومي مشرانو هم ګډون درلود.
يوه قومي مشر حاجي غلام جان هم وويل، چې په ولسي جرګه کې د خپلو استازو له پرېکړې ټول کوچيان ملاتړ کوي.
هغه ګواښ وکړ، چې که د دوى ياده غوښتنه ونه منل شي نو په ټول افغانستان کې به لاريونونه پيل، لارې به بندې کړي او په ټاکنوکې به برخه وانخلي.
دغه راز د کوچيانو يو بل قومي مشر حاجې فيض محمدسهاک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کوچيانو ته بايد د پخوا په څېر ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وي.
دى وايي، چې د نفوسو له مخې يوازې د حکومت په چوکاټ کې بايد کوچيانو درې وزيران او اوه واليان ولري او ګڼ شمېر رياستونه ورکړل شي.
هغه زياته کړه: ((موږ په ولسي جرګه کې)) په دې لسو وکيلانو اکتفا کړې خو اوس په دغه شان پرېکړو دوى غواړي، چې دا هم موږ نه واخلي، موږ دا پرېکړه نه منو.))
د ټاکنو قانون طرحه، چې په ١٧ فصلونو کې ٦٧ مادې لري، تېر کال په مرغومي مياشت کې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شوې خو تر اوسه يې ټول مواد ولسي جرګې نه دي تصويب کړي.
Digg Google Bookmarks reddit Mixx StumbleUpon Technorati Yahoo! Buzz DesignFloat Delicious BlinkList Furl

0 comments: on "کوچيان: که ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه نه شي، په ټاکنو کې ګډون نه کوو"

Post a Comment